سه شنبه, مارچ 31, 2026
Homeافغانستانایران:د سویلي خراسان له لارې افغانستان ته ۱۷۴ میلیونه ډالر صادرات شوي

ایران:د سویلي خراسان له لارې افغانستان ته ۱۷۴ میلیونه ډالر صادرات شوي

ایراني چارواکي وايي د سویلي خراسان له لارې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات زیات شوي دي.

د «ایرنا» د راپور له مخې، سږکال یوازې له دې ولایت څخه د صادراتو ارزښت ۱۷۴ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

چارواکي زیاتوي چې د بندیزونو سره سره د ایران ټرانزیټي او سوداګریز بهیر وده کړې او د افغانستان لپاره ډېری توکي د ماهيرود له پوله لېږدول کېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here