سه شنبه, مارچ 10, 2026
Homeکورپاڼهایران:د روان کال تر پایه به ۲.۵ میلیونه غیر قانوني کډوال له...

ایران:د روان کال تر پایه به ۲.۵ میلیونه غیر قانوني کډوال له ایران وباسي

ایران وایي، چې د روان لمریز کال تر پایه به ۲.۵ میلیونه غیرقانوني افغان کډوال له ایران وباسي.

د ایران په بهرنیو چارو وزارت کې د استازو ريیس احمد معصومي‌فر وایي، چې د غیر قانوني اتباعو شړلو لپاره له هېڅ هېواد سره د هوکړې اړتیا نشته.

نوموړي په کډوالو غږ کړی چې له ایران څخه په خپله خوښه ووځي او که ونه وځي؛ نو ایراني چارواکي به اقدام وکړي.

په ورته وخت کې د ایران دولتي خبري اژانس “ایرنا” ویلي، چې ایران ته د غیرقانوني افغان کډوالو ورتګ خورا کم شوی هم دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here