د ایران د طبي علومو د پوهنتون رییس نادر توکلي ویلي، چې د تهران شاوخوا سیمو کې د افغان وګړو له وتلو وروسته د زېږونونو په کچه کې د پام وړ کمښت رامنځته شوی، چې دا وضعیت د روغتیايي نظام او نفوسو د بدلون له پلوه د اندېښنې وړ بلل کېږي.
د هغه په وینا، ښارونه لکه شهریار او رباطکریم چې پخوا پکې د بهرنیو وګړو حضور زیات و، اوس د زېږونونو له ښکاره راټیټېدو سره مخ دي.
توکلي زیاته کړې، تر دوو کلونو وړاندې په ځینو دولتي او خصوصي روغتونونو کې د بهرنیو وګړو، په ځانګړي ډول افغان کډوالو، د زېږونونو کچه آن تر ۶۰ سلنې پورې رسېده.
نوموړي ټینګار کړی، چې د زېږونونو دا کمښت نه یوازې د روغتیايي مرکزونو پر فعالیت اغېز لري، بلکې د نفوسو د جوړښت، کاري ځواک او راتلونکو ټولنیزو اړتیاوو په اړه هم جدي پوښتنې راپورته کوي.

