د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خراسان رضوي د استازولۍ مشر احمد معصوميفر اعلان کړی چې د افغان کډوالو د وتلو مهلت د سنبلې تر ۱۵پورې تمدید شوی دی.
نوموړي ویلي، که له دې نېټې وروسته بېاسناده افغانان له هېواده ونه وځي، د اقامت جریمه به پرې ولګول شي.
د نوموړي په وینا، د تمدید دلیل د هوا تودوالی او د لازم زیربناوو نه شتون دی.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران په دې وروستیو کې سلګونه زره افغان کډوال را اېستلي دي.

