د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، کاظم غریب آبادي، د شهرآرا نیوز ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې د افغانستان د بندونو جوړېدو له امله د هلمند سیند د اوبو بهیر کم شوی او ایران خپل د تړون له مخې ټاکل شوی حق نه شي ترلاسه کولای.
نوموړي ویلي، چې ایران د افغانستان له هغو دلایلو سره موافق نه دی چې پر بنسټ یې د طالبانو حکومت د تړون پوره عملي کېدو ته نه ژمن دی.
د ده په وینا، د هلمند د اوبو د تړون له مخې، افغانستان مکلف دی چې ایران ته خپله برخه اوبه ورکړي.
غریب ابادي همداراز ویلي، د هلمند د سیند پر سر د یو نوي حقوقي چوکاټ اړتیا شته؛ خو دا به یوه سخته او اوږده پروسه وي.

