پنجشنبه, مارچ 19, 2026
Homeکورپاڼهایران:امریکا د ملګرو ملتونو په ناستو کې د تهران د ډیپلوماټیکو فعالیتونو...

ایران:امریکا د ملګرو ملتونو په ناستو کې د تهران د ډیپلوماټیکو فعالیتونو د خنډ هڅه کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د امریکا لخوا د ایراني ډیپلوماټانو پر وړاندې د تازه محدودیتونو په غبرګون کې ویلي، چې واشنګټن هڅه کوي د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د ایران د ډیپلوماټیک فعالیتونو مخه ونیسي.

هغه پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې امریکا یوازې د یوې اوونۍ په موده کې په څو مهمو نړیوالو غونډو کې د ایراني استازو د ګډون مخه ډب کړې ده.

بقایي زیاتوي، چې د نیویارک پر مېشتو ایراني ډیپلوماټانو او د هغوی پر کورنیو د فشار زیاتول د دې ښکارندویي کوي، چې واشنګټن د ایران د ډیپلوماټیک حضور محدودول غواړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here