د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په سراوان–خاش لویه لاره کې د ټرافیکي پېښې له امله پنځه افغان کډوال وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.
د دغه ولایت د پولیسو مشر سردار احمد کرمياسد رسنیو ته ویلي چې پېښه د موټر چلونکي د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
چارواکي زیاتوي، پېښه هغه مهال شوې چې د افغان کډوالو یو ډک موټر د تیز سرعت او د سړک د نامناسب وضعیت له امله له لارې اوښتی او چپه شوی دی.
ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

