د ایران د ټرافیکو مرستیال حسن مومني ویلي، چې په تېرو ۱۲ ورځو کې ۴۱۹ کسان د نوروزي سفرونو پر مهال مړه شوي او ۹۷۷۸ تنه ټپیان شوي دي.
نوموړي د سړکونو د غیرمعیاري والي او د بېکیفیته داخلي موټرو یادونه نه ده کړې؛ خو د ټرافیکي پېښو اصلي عوامل یې د چلوونکو بېاحتیاطي، د وسایطو د کنټرول ناتواني او کیڼ لور ته انحراف بللی دی.
هغه ویلي، چې د ترافیکي پېښو ۴۵ سلنه عاملین مسافرین او ۵۵ سلنه یې ځایي خلک دي.

