د راپورونو له مخې د اصفهان په بېلابېلو سیمو کې د دوشنبې په سهار سخت بریدونه شوي دي.
د ایران اینترنشنال د معلوماتو پر بنسټ، په سپاهانشهر سیمه کې د سپاه پاسداران اړوند د امیرالمومنین پوهنتون هدف ګرځول شوی دی.
راپورونه دا هم وایي چې د اصفهان اړوند څو نور ښارونه او سیمې لکه دولتآباد، ملکشهر، کاوه، شاهینشهر، زرینشهر، محمودآباد او نجفآباد هم د بریدونو هدف ګرځېدلي دي.
همدارنګه ویل کېږي چې د ذوبآهن، فولاد مبارکه او د دفاعي صنعتونو له سیمو څخه د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

