د ایران په فیروز آباد سیمه کې د ټرافیکي پېښې له امله درې افغان اتباعو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
ایراني چارواکو ویلي، دا پېښه د موټر د اصلي سړک څخه د انحراف او له یو ونې سره د سخت ټکر له امله رامنځته شوې ده.
ایراني رسنیو د ځایي چارواکو له قوله ویلي، چې د ژغورنې ټیم د دوی د ژغورلو هڅه کړې؛ خو بریالي شوي نه دي.

