پنجشنبه, مارچ 19, 2026
Homeکورپاڼهایران؛يو کس د اسرائيلو لپاره د جاسوسۍ په تور اعدام کړ

ایران؛يو کس د اسرائيلو لپاره د جاسوسۍ په تور اعدام کړ

د ايران د قضاييه قوې اړوند خبري آژانس “ميزان” راپور ورکړی چې يو تن د اسرائيلو لپاره د جاسوسۍ په تور اعدام شوی دی.

د راپور له مخې، دغه کس چې اسماعيل فكري نومېده، د ۱۴۰۲ کال په قوس مياشت کې نيول شوی و.

ميزان خبري آژانس زياته کړې چې فکري د اسرائيلو د استخباراتي شبکې موساد له دوو غړو سره په تماس کې و، او هڅه يې کوله د ايران معلومات هغوی ته وسپاري.

د ايران حکومت دغه اعدام د هېواد د ملي امنيت د خوندي ساتلو په هدف اړين بللی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here