پنجشنبه, مارچ 12, 2026
Homeکورپاڼهایران؛نوي مذهبي مشر مجتبی خامنه‌یي له ټاکل کېدو وروسته خپل لومړنی پیغام...

ایران؛نوي مذهبي مشر مجتبی خامنه‌یي له ټاکل کېدو وروسته خپل لومړنی پیغام خپور کړی

د ایران نوي مذهبي مشر مجتبی خامنه‌يي تر ټاکل کېدو وروسته خپل لومړنی پیغام خپور کړی دی.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ ویلي چې د هرمز تنګي د تړلو لپاره اړینې وسیلې باید وساتل شي او که اړتیا وي نورې جبهې هم پرانیستل کېدای شي.

د راپورونو له مخې، خامنه‌يي په خپل پیغام کې ټینګار کړی چې ایران باید د سیمې د امنیتي او پوځي بدلونونو پر وړاندې بشپړ چمتووالی ولري.

هغه ویلي چې د هېواد د مهمو لارو او ستراتیژیکو امکاناتو ساتنه د ایران د ملي امنیت لپاره مهمه ده.

نوموړي همداراز ویلي که پر ایران فشارونه زیات شي، تهران به د خپلو ملي ګټو د ساتنې لپاره له بېلابېلو لارو کار واخلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here