د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت له سلاکار رضا بهرامي او په کابل کې د دغه هېواد د سفارت له سرپرست علي رضا بیکدلي سره لیدلي دي.
په دغه ناسته کې دواړو لورو د دوهاړخیزو اړیکو، ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د وضعیت او د هغوی د بېرته راستنولو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو پر موضوعاتو خبرې کړې دي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، مولوي عبدالکبیر په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ته په اشاره له کوربه هېوادونو غوښتي چې له کډوالو سره له زغم څخه کار واخلي او هغوی ته وخت ورکړي څو په داوطلبانه توګه هېواد ته راستانه شي.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت سلاکار، مولوي عبدالکبیر ته د تهران د سفر بلنه ورکړې او تر سفر وړاندې یې ترې غوښتي چې د کډوالو د ستنولو په تړاو یوه طرحه برابره کړي.

