ایران کې د ۱۸ کلن ځوان او د غیږنیونې اتل صالح محمدي د اعدام پرېکړه د بشري حقونو له سختو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
د بشري حقونو د خوندیتوب سازمان ویلي، د ایران چارواکي باید سملاسي د هغه د عام محضر اعدام ټول پلانونه ودروي او په ځانګړي ډول د لاریونوالو پر وړاندې د مرګ سزا کارول پای ته ورسوي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې د ایراني رژیم لخوا د مرګ سزا د سیاسي مخالفت د ځپلو لپاره کارول کېږي.
صالح محمدي د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ د لاریونونو په تړاو نیول شوی او د قم جنایي محکمې د فبرورۍ په ۴مه د یو پولیس د وژنې په تور د«قصاص» پر بنسټ د مرګ حکم پرې صادر کړی دی.
د راپورونو له مخې، نوموړی له نیول کېدو وروسته د ایران د پولیسو د پلټنو په څانګه (آګاهي) کې تر فشار لاندې ساتل شوی او محکمې ته یې ویلي چې اعتراف یې د شکنجې له لارې ترې اخیستل شوی، خو تر اوسه د دغو ادعاوو د څېړلو هېڅ رسمي شواهد نه دي خپاره شوي.

