د ایران د سفارت سرپرست علیرضا بیکدلي د ۸۰ ټنه خوراکي توکو په ګډون له بشري مرستو سره کونړ ته تللی دی.
په دغو مرستو کې ۱۵۰۰ بوجۍ اوړه او ۱۰۰۰ قوطۍ غوړي شامل دي.
بیکدلي د خاص کونړ ولسوالۍ له مسوولانو سره په لیدنه کې د زلزلې د مرګژوبلې او مالي زیانونو له امله خواشیني ښودلې او ډاډ یې ورکړی چې د ایران دولت او ولس د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي.
ځايي چارواکو د ایران له مرستو او همدردۍ مننه کړې او ویلي یې دي چې دغه مرستې به د متضررو کورنیو تر لاسونو ورسول شي.

