ایران کې آیتالله علیرضا اعرافي د نګهبان شورا د فقیه غړي په توګه د رهبرۍ درې کسیزې شورا د غړیتوب لپاره ټاکل شوی دی.
علیرضا اعرافي د میبد ښار اوسېدونکی دی او ۶۶ کاله عمر لري.
هغه د دیني زده کړو ترڅنګ په سیاسي او مذهبي بنسټونو کې مهمې دندې ترسره کړې دي.
نوموړی تر دې وړاندې د نګهبان شورا غړی هم و او د خبرګانو مجلس د دویم مرستیال او د علمیه حوزو د مدیریت د مرکز رئیس په توګه یې هم دندې ترسره کړې دي.
اعرافي د قم او میبد ښارونو د موقت امام جمعې په توګه هم دنده ترسره کړې ده او له ۱۳۸۷ څخه تر ۱۳۹۷ کلونو پورې یې د المصطفی نړیوال پوهنتون مشري کړې ده.
هغه له ۱۳۹۰ کال راهیسې د اسلامي فرهنګي انقلاب د عالي شورا غړی هم دی او د ایران په مذهبي، تعلیمي او سیاسي جوړښتونو کې فعال حضور لري.

