د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو عباس عراقچي او اسحق ډار په ټلیفوني خبرو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کې د ایران پر ضد د لوېدیځ لهخوا د وړاندې شوي پرېکړهلیک پر وړاندې د پاکستان دریځ وستایل شو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دواړو لورو د هېوادونو پر خپلواکۍ، نهلاسوهنې او د تهران او اسلاماباد ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې دواړو وزیرانو د سیمې پر روانو تحولاتو او نړیوالو پرمختګونو هم نظرونه تبادله کړي او هوکړه یې کړې چې د ګډو ګټو د ساتنې لپاره به سیاسي او ډیپلوماټیکې اړیکې لا پراخوي.

