د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، چې ایران د زاهدان په مرکزي زندان کې ۷ کسان اعدام کړي، چې پکې دوه افغانان هم شامل دي.
دغه اعدام شوي افغانان د نشهیي توکو د قاچاق پر تور اعدام شوي دي.
یاد سازمان د دغه اعدام شويو افغانانو عمرونه ۲۸ کلن او بل ۳۰ کلن یاد کړي دي.
د یادونې ده چې د ایران حکومت په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې ډېری افغانان اعدام کړي دي.

