د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان یو نوی قانون توشیح کړی چې له مخې یې د ایران حکومت مکلف شوی، چې له نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې (IAEA) سره خپلې همکارۍ وځنډوي.
دا قانون د ایران د پارلمان له خوا د سرطان په ۴مه تصویب شوی و او د نظارتي شورا له تائید وروسته، ولسمشر د اټومي انرژۍ ادارې، د بهرنیو چارو وزارت او د ملي امنیت شورا ته ابلاغ کړی.
ایراني چارواکو ویلي، چې دا پرېکړه د امریکا او اسرائیلو له خوا د ایران پر سوله ییزو اټومي تأسیساتو د بریدونو په غبرګون کې شوې.
دوی دا بریدونه د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا خلاف بللي دي.
ویل شوي، چې د ایران او اسرائیلو د ۱۲ ورځني جنګ پر مهال، د امریکا هوايي ځواکونو د فردو، نطنز او اصفهان اټومي سایټونه بمبار کړي او سخت زیان یې ورته اړولی دی.

