د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سعید خطیبزاده له یوه روسي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې هېواد به یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د هواري لپاره د ډسمبر میاشت په منځ کې ځانګړې ناسته ترسره کړي.
نوموړي زياته کړې چې په دې غونډه کې به د سيمې ټول ګاونډيان، په ځانګړي ډول روسيه او چين، ګډون ولري.
خطیبزاده د غونډې اصلي اجندا د سيمې د مهمو مسایلو ارزونه او د افغانستان د ثبات د ملاتړ لپاره د سيمهييزو همکاريو پياوړتيا بللې ده.

