یو شمېر سیمهییزو سرچینو ویلي چې په تهران کې د وحدت اسلامي ګوند پر مشر محمد محقق وسله وال برید شوی.
د انټرنېټ د پرې کېدو له امله تر اوسه د هغه د روغتیايي وضعیت په اړه کره او تایید شوي معلومات نه دي ترلاسه شوي.
د سرچینو په وینا، برید هدفمند و او وضعیت د اندېښنې وړ بلل کېږي.
د یادونې ده چې محمد محقق د جمهوري نظام پر مهال د ډاکټر عبدالله عبدالله، د اجرائیه رئیس، د مرستیال په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
محقق له څو لسیزو راهیسې د افغانستان په سیاست کې فعاله ونډه لري او د هزاره ټولنې له اغېزناکو مشرانو څخه ګڼل کېږي.

