د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي په تهران کې د سیمهییزې غونډې په پرانیستونکې وینا کې ویلي چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د منظمې خبرو اترو جوړول یوه ستراتیژیکه اړتیا ده.
هغه زیاته کړې چې دا ډول غونډې نه یوازې د غلط فهمیو د کمولو په برخه کې مرسته کوي، بلکې د اقتصادي، سرحدي او بشردوستانه همکاریو د همغږۍ زمینه هم برابروي.
عراقچي ټینګار کړی چې دغه غونډې د شخړو د کمولو او د ګاونډیو هېوادونو د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره مهم بنسټ جوړوي.
دا غونډه د کابل-اسلامآباد د شخړو پر محور تر سره کېږي؛ خو د طالبانو حکومت کوم استازي پکې ګډون نه دی کړی.

