چهارشنبه, فبروري 4, 2026
Homeکورپاڼهایا پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا سره په اړیکو کې بل...

ایا پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا سره په اړیکو کې بل انتخاب لاره؟

لیکوال: احمد شاه انګار
پر پخواني ولسمشر حامد کرزي دا نیوکه ډېره ده ، چې په خپله واکمنۍ کې يې د امریکا سره اړیکې ترینګلې کړې وې او د هغه له امله د امریکا باور پر افغان حکومت را کم شوی و چې له امله يې په پای کې د افغانستان جمهوري دولت ونړېد، په دې مقاله کې مو پر دغه موضوع بحث کړی چې ولې د امریکا سره د حامد کرزي اړیکې خرابې شوي او ایا حامد کرزي داسې کوم انتخاب لاره چې ممکن اوسنی حالت نه وای تکرار شوی.‌

د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال، افغانستان د امریکا له ګټو سره د جدي نه همغږۍ له امله په یوه پیچلي او نازک وضعیت کې واقع و. متحده ایالاتو غوښتل چې ترهګر، په ځانګړي ډول القاعده، له منځه یوسي، ځکه چې القاعده له طالبانو سره نږدې اړیکې لرلې. خو دا ترهګرو په پاکستان کې د آی اېس آی (ISI) تر سیوري لاندې خوندي پټنځایونه درلودل. پاکستان له یوې خوا امریکا ته ډاډ ورکولو چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې ورسره مرسته کوي، خو له بلې خوا یې د طالبانو ملاتړ کاوه او هڅه یې کوله چې افغانستان د یو خپلواک سیال دولت په توګه رامنځته نه شي.

د امریکا حکومت د پاکستان له دې دوه مخې لوبې خبر و، خو نشوای کولی چې پرې لازم اقدامات وکړي. د دې لاملونه څو وو

لومړی: پاکستان د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د امریکا لپاره مهم و. لکه څنګه چې په یوه ملاقات کې د امریکا پخواني ولسمشر جوبایډن، حامد کرزي ته ویلي وه چې موږ د افغانستان پر سر د پاکستان سره اړیکې نه شو خرابولای ځکه پاکستان زموږ لپاره ۵۰ ځله تر افغانستان مهم دی.

ولې د پاکستان جیوپولیټیک موقعیت امریکا ته مهم دی؟

پاکستان له جیو ستراتیژیک پلوه یو مهم موقعیت لري، چې دا یې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ لپاره یو اساسي لوبغاړی ګرځولی، په ځانګړي ډول د جنوبي آسیا، هند سمندر، او سیمه‌ییز امنیت په برخه کې. پاکستان د جنوبي آسیا، مرکزي آسیا، او منځني ختیځ ترمنځ موقعیت لري، چې دا یې د یو مهم ستراتیژیک دهلیز په توګه مطرح کوي. دا هېواد له چین، هند، افغانستان، او ایران سره ګډې پولې لري، چې د سیمه‌ییزو امنیتي مسایلو، تجارتي لارو، او قدرتي سیالیو باندې مستقیم اغېز لري.

یو له هغو عواملو څخه چې د پاکستان اهمیت زیاتوي، د دې هېواد د عرب سمندر ساحلي کرښه او د هند سمندر ته نږدې والی دی. د ګوادر بندر، چې د چین له پانګونې سره جوړ شوی، چین ته د هند سمندر ته د لاسرسي زمینه برابروي، چې دا د امریکا سمندري تسلط ته یو لوی ننګونه بلل کېږي. واشنګټن اندېښنه لري چې په پاکستان کې د چین مخ پر زیاتېدونکی نفوذ به د جنوبي آسیا او پراخې سیمې د قدرت توازن بدل کړي.

سربیره پر دې، پاکستان د امریکا د سیمه‌ییزې ستراتیژۍ لپاره یوازې د افغانستان له اړخه مهم نه دی، بلکې دا د هند د مقابلې په سیاست کې هم رول لري. هند د نړۍ یو مخ پر ودې قدرت او د امریکا نږدې متحد ګڼل کېږي، خو امریکا هڅه کوي چې د پاکستان او هند ترمنځ کړکېچ مدیریت کړي، تر څو د سیمې ثبات وساتل شي.

که څه هم د امریکا او پاکستان اړیکې د بې‌باورۍ او تګلارو د اختلافاتو شاهدې پاتې شوې، خو پاکستان لا هم د امریکا د جیو ستراتیژیکو حسابونو یوه نه‌چلېدونکې برخه ده. د دې هېواد ستراتیژیک موقعیت، د مهمو سمندري لارو کنټرول، او سیمه‌ییزه سیاسي لوبه، دا د امریکا د امنیتي او ستراتیژیکو ګټو لپاره یو مهم عنصر ګرځولی. د امریکا لپاره ستراتیژیکه ننګونه دا ده چې څنګه له پاکستان او هند دواړو سره متوازنې اړیکې وساتي، ترڅو د هند سمندر او جنوبي آسیا امنیتي مسایل کنټرول کړي.

دویم: پاکستان یو اټومي دولت دی.

ولي د پاکستان اټومي قدرت د امریکا لپاره ارزښت لري‌؟

د پاکستان اټومي ځواک د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ یوه مهمه برخه جوړوي، ځکه چې دا د سیمې ثبات، نړیوال امنیت، او د جنوبي آسیا ستراتیژیک توازن اغېزمن کوي. پاکستان د هغو محدودو هېوادونو له ډلې څخه دی چې اټومي وسلې لري، او دا یې د سیمې د امنیتي معادلاتو یو مهم لوبغاړی ګرځولی، په ځانګړي ډول د هند، افغانستان، او د امریکا د پراخو ستراتیژیکو ګټو په تړاو.

د امریکا اساسي اندېښنه د اټومي وسلو د پراخېدو مخنیوی او د پاکستان د اټومي زیرمو امنیت دی. د پاکستان د سیاسي بې‌ثباتۍ تاریخ او د افراطي ډلو شتون ته په کتو، واشنګټن هڅه کوي چې د دې هېواد اټومي پروګرام تر جدي څارنې لاندې وساتي، تر څو هېڅ ناوړه عناصر دې وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي. امریکا له پاکستان سره همکاري کړې چې د اټومي امنیت تدابیر لا پیاوړي کړي او هر ډول احتمالي خطرونه له منځه یوسي.

سربېره پر دې، د پاکستان اټومي ځواک، د هند چې بل اټومي قدرت دی، سره د ستراتیژیک توازن ساتلو ته هم مهم دی.
د پاکستان او هند ترمنځ تاریخي سیالي او شخړې دا معنا لري چې هر ډول کړکېچ ښايي د جدي پایلو لامل شي. امریکا هڅه کوي چې دا حساس توازن وساتي، ترڅو د سیمې بې‌ثباتي رامنځته نشي او نړیوال امنیت ته خطر پېښ نه شي.

درېيم :‌ د چین نفوذ پر پاکستان

متحده ایالاتو دا اندیښنه لرله چې که پاکستان باندې ډېر فشار راوړل شي، نو دا به چین ته نږدې شي، چې دا د امریکا د ګټو لپاره څو ستونزې رامنځته کولی شي. دا کار به د چین نفوذ په جنوبي آسیا کې پراخه کړي، په ځانګړې توګه د چین-پاکستان اقتصادي (CPEC) پروژو له لارې، او چین ته به د هند سمندر او عربي سمندر د کلیدي بحري لارې کنټرول ورکړي چې د امریکا سمندري تسلط ته ګواښ پیښوي. سربېره پر دې، د چین-پاکستان پیاوړی اتحاد کولی شي د امریکا-هند اړیکې بې ثباته کړي او د پاکستان د پوځ او اټومي امنیت باندې د امریکا نفوذ کم کړي. دا اتحاد د چین، روسیې، او ایران بلاک ته هم ځواک ورکوي چې د امریکا نفوذ په منځني ختیځ او مرکزي آسیا کې کم کړي. له دې امله، امریکا باید خپل لاره هواره کړي ترڅو پاکستان چین ته نږدې نشي، په داسې حال کې چې د سیمې ثبات او امنیت وساتي.

د افغان دولت اندېښنې

کرزي ژر درک کړه چې روانه جګړه د افغانستان د ګټو پر ځای د پاکستان ګټو ته خدمت کوي. هغه پوه شو چې د جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ لار دا ده چې د پاکستان پوځ د “ستراتېژيک عمق” پالیسي پای ته ورسوي، یعني طالبان د خپل نفوذ د ساتلو لپاره ونه کاروي. کرزي په وار وار امریکایانو ته ویلي وو چې دا جګړه یوازې د افغانانو د وینو توییدو سبب کېږي، او د افغانانو کورونه بمبار کول به د جګړې د پای ته رسېدو پر ځای، د افغانستان حکومت او امریکا ته د عامو افغانانو غوسه زیاته کړي او په دې کار سره ترهګر او پاکستان ښه فرصت برابروي چې قهرېدلي افغانان خپلو ترهګرو سازمانونو ته جلب کړي او د خپلو منافعو لپاره یې د افغان دولت پر ضد وجنګوي.
د سولې یوازینۍ لار دا وه چې پاکستان ته د ترهګرو د تولید مخه ونیول شي. خو امریکا بیا پر پاکستان د پورته دلایلو له امله نشوای کولای.‌

پاکستان بیا تل یو پیاوړی افغانستان د خپل موجودیت لپاره خطر ګڼلی. دوی نه غوښتل چې افغانستان یو باثباته، خپلواک دولت شي، په ځانګړي ډول داسې دولت چې له امریکا سره ستراتیژیکه ملګرتیا ولري. له همدې امله، پاکستان د طالبانو تر نامه لاندې خپلي نا اعلان شوې جګړې ته دوام ورکړ، تر څو د امریکا د دولت جوړونې ماموریت ناکام کړي.

خو کله چې نړیوال شرایط بدل شول، پاکستان امریکا ته یوه بله طرحه وړاندې کړه: پاکستانیانو امریکایانو ته وویل چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې د امریکا ګټې خوندي کړي، خو امریکا باید خپلې پالیسۍ د افغان دولت پر ځای د پاکستان له لارې پر مخ بوځي. دا مانا یې درلوده چې افغانستان باید د پاکستان تر سیوري لاندې راشي.

همدا دا یوه لویه معضله وه.
د افغانستان د ملي ګټو له نظره، د کرزي حق و چې امریکایانو ته ووايي چې د جګړې دوام د افغانستان په ګټه نه و، په ځانګړي ډول کله چې ښکاره وه چې یوازې پوځي عملیات به جګړه پای ته ونه رسوي. تر څو پاکستان د طالبانو د ملاتړ څخه لاس ونخلي . حامد کرزي په یوه مرکه کې دې خبرې ته اشاره وکړه چې امریکا د خپل ګټو لپاره افغانستان راغلې، موږ هم حق لرو د خپلو ګټو لپاره کار وکړو، روانه جګړه یوازي د افغانانو کورونه ورانوي ، ګټه يې امریکا ته رسیږي د امریکا امنیت تامنیوي خو قرباني به افغانان ورکوي،‌ هغه له امریکا غوښتل چې دا جګړه پاکستان ته چې د ترهګرۍ اصلي مرکز او تولیدونکي هیواد دی انتقال کړي ،‌خو امریکا دا کار نشوای کولای ،‌که څه هم افغانستان د امریکا لپاره مهم وو خو تر افغانستان پاکستان ورته ډیر مهم وو، ورسره سم پاکستان، د طالبانو د اصلي ملاتړ کوونکي په توګه، د سولې پر وړاندې ستر خنډ و.

امریکا نه غوښتل چې پر پاکستان زیات فشار راوړي، ځکه چې دا به یې ستراتیژیکې ګټې له خطر سره مخ کړې وای. له بلې خوا، پاکستان نه غوښتل چې یو پیاوړی افغان دولت د ناټو څخه بهر له امریکا سره ستراتیژیک ملګرتیا ولري.

په پای کې، کرزی و نه توانېد چې دا معما حل کړي؛
دا معما پر ځای پاتې ده، پاکستان په خپل ستراتيژيک فکر کې قوي افغانستان د ځان لپاره د بقا خطر بولي او غواړي‌ افغانستان کې قوي دولت جوړ نه شي.
په هغه وخت کې امریکا هڅه کوله چې د افغانستان ژمنتیا له خپلو پراخو ستراتیژیکو اړتیاوو سره متوازنه کړي.
د همدې نه حل کېدونکې ستونزې پایله دا شوه چې د امریکا ماموریت په افغانستان کې ناکام شو، طالبان بیا واک ته راستانه شول، او دا پایله نه یوازې د کرزي د وړاندوینو تصدیق و، بلکې د سیمې د جیوپولیټیک پیچلتیا ته هم اشاره کوله.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here