د طالبانو حکومت تر واک لاندې د افغانستان د مرکزي بانک لومړي مرستیال صدیقالله خالد د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګریزې خونې له مشر جفري ګریکو سره لیدنه کړې ده.
دواړو لوریو د خصوصي سکتور د پیاوړتیا، د سوداګرۍ د پراختیا او د دوهاړخیزو بانکي اړیکو پر پراخېدو خبرې کړې دي.
مرکزي بانک ویلي چې ټاکل شوې د روان میلادي کال د اګست په میاشت کې د بانکي اړیکو د پراخېدو په موخه یوه غونډه جوړه شي چې د دغه بانک استازي ورته بلل شوي دي.
خالد ویلي چې د تېر کال په پرتله بانکي پورونو کې ۷۱ سلنه زیاتوالی راغلی او یوازې په تېرو درې میاشتو کې د خلکو سپما ۷.۹ میلیاردو افغانیو ته رسېدلې ده.

