اکسیوس خبري اژانس ویلي، چې ډونالډ ټرمپ د اټومي وسلو پر سر د خبرو لپاره د ایران مذهبي مشر علي خامنهیي ته دوه میاشتې وخت ورکړی.
اکسیوس زیاته کړې، چې ټرمپ علي خامنهیي ته لیک کې تونده ژبه کارولې.
دا لیک د عربي متحده اماراتو له لوري ایران ته سپارل شوی.
سرچینه زیاتوي، که دواړه اړخونه هوکړې ته ونه رسېږي؛ نو ښایي اسرائیل یا امریکا د تهران په اټومي تاسیساتو بریدونه وکړي.

