د امریکايي خبري وېبسایټ اکسیوس په راپور کې ویل شوي چې ډونالډ ټرمپ ښايي له ایران سره د یوې لویې جګړې پر لور روان وي.
باخبره سرچینو دې رسنۍ ته ویلي، د امریکا احتمالي برید چې د اسراییل په ملتیا ترسره کېدای شي، ممکن تر تمې ژر او په خورا پراخو ابعادو پیل شي.
د راپور له مخې، دوو اسراییلي چارواکو ویلي چې د اسرائیل حکومت، چې د «اعظمي سناریو» په لټه کې دی او د ایران د اټومي او توغندیزو پروګرامونو په نښه کول غواړي، د راتلونکو څو ورځو په ترڅ کې د جګړې احتمال ته چمتووالی نیسي.
اکسیوس د سرچینو له قوله زیاته کړې چې د امریکا هر ډول پوځي عملیات به ښايي څو اوونۍ دوام وکړي او د محدود برید پر ځای به بشپړې جګړې ته ورته وي.
د یوه سلاکار په وینا، د ټرمپ د پوځي اقدام احتمال په راتلونکو څو اوونیو کې شاوخوا ۹۰ سلنه اټکل شوی دی.

