د اکسیوس د راپور له مخې، د امریکا حکومت د ایران د اټومي پروګرام په اړه داسې طرحه ارزوي چې ښايي ایران ته د محدود او «سمبولیک» یورانیمو بډاینې اجازه ورکړي، خو په بشپړه توګه به د اټومي وسلې د جوړېدو مخه ونیسي.
د راپور له مخې، واشنګټن په عین وخت کې پوځي انتخابونه هم څېړي او حتی داسې طرحه هم مطرح شوې چې د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنه ای او د هغه زوی مجتبی خامنه ای په مستقیم ډول هدف وګرځول شي.
امریکايي چارواکو ویلي، که ایران غواړي له پوځي برید څخه ځان وژغوري، باید داسې وړاندیز وړاندې کړي چې واشنګټن یې رد نه شي کولی.
همدت رنګه، هغوی خبرداری ورکړی چې د خبرو فرصت محدود دی او که تهران ځنډ وکړي، د صبر کچه به کمه شي.
بل خوا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې د ایران وړاندیز به په نږدې ورځو کې بشپړ او امریکا ته وسپارل شي؛ چې نوموړي ویلي ایران هم غواړي د باور جوړونې اقدامات ترسره کړي څو د اټومي پروګرام سولهییز ماهیت ثابت کړي.
راپور زیاتوي چې د امریکا رسمي دریځ د ایران په خاوره کې «صفر بډاینه» ده، خو ځینې چارواکي وایي که محدود او خوندي بډاینې ته واضح ضمانت ورکړل شي، واشنګټن به یې مطالعه کړي.
د سرچینو په وینا، د امریکا پوځ ولسمشر ته بېلابېل پوځي سناریوګانې وړاندې کړې دي، خو لا تر اوسه د برید په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
امریکايي چارواکي وایي د ایران له خوا د تفصیلي وړاندیز له ترلاسه کولو وروسته به معلومه شي چې خبرې دوام مومي که نه.

