اکسیوس د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې روانې خبرې اترې د ایران لپاره وروستی چانس بلل کېږي، څو د ډونالډ ټرمپ له ادارې سره هوکړې ته ورسېږي؛ که نه نو امریکا به پراخ پوځي اقدام ته مخه کړي، چې کېدای شي د ایران ستر مشر علي خامنهای هم پکې په نښه شي.
راپور وایي، ټاکل شوې د خبرو نوی پړاو د پنجشنبې په ورځ په جېنوا کې ترسره شي.
یو لوړپوړي امریکايي چارواکي ویلي، که تهران په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې روښانه وړاندیز وړاندې کړي، واشنګټن چمتو دی خبرې بیا پیل کړي.
د راپور له مخې، امریکايي لوری د ایران د رسمي مسودې په تمه دی او دواړه خواوې ښايي د هر اړخیز اټومي تړون تر مخه پر یوې لنډمهالې هوکړې هم بحث وکړي.

