د اکسیوس د راپور له مخې، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په لیدنه کې په ۲۰۲۶ کال کې پر ایران د بیا برید (Round 2) امکان مطرح کړی.
راپور وایي، دواړه لوري د جون میاشتې ۱۲ ورځنۍ جګړه «بریالۍ» بولي، خو نتنیاهو وایي ښايي د تهران د پوځي او اټومي وړتیاوو د بیا جوړېدو د مخنیوي لپاره نور بریدونه هم اړین شي.
همدا راز ټرمپ ویلي، که ایران خپل اټومي پروګرام بیا پیل کړي، امریکا به یې یو ځل بیا له منځه یوسي، خو دی د پوځي اقدام پر ځای د اټومي هوکړې ملاتړ هم ښيي.
راپور زیاتوي چې امریکا او اسرائیل د ایران د بالېسټیک توغندیو د بیا رغونې او د حزبالله د وسلو د راټولېدو په اړه اندېښمن دي، خو د راتلونکو پوځي ګامونو لپاره کوم مشخص مهالویش یا سره کرښه نه ده ټاکل شوې.
له بلې خوا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي خبرداری ورکړی چې هر ډول یرغل ته به «سخت ځواب» ورکړي، او هممهاله یې د درناوي پر بنسټ د خبرو اترو غوښتنه هم کړې ده.
د چارواکو په باور، د دواړو لورو ترمنځ د ناسمې محاسبې خطر لا هم لوړ دی.

