اکسیوس د دوو باخبرو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د سپینې ماڼۍ ځانګړی استازی سټیو وېتکاف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ټاکل شوې ده د جمعې په ورځ په استانبول کې سره وګوري، څو د اټومي تړون د ممکنه هوکړې د ترلاسه کولو پر لارو چارو خبرې وکړي.
اکسیوس ټینګار کړی چې د دې لیدنې پلان د ترکیې، مصر او قطر د ډیپلوماتیکو هڅو پایله ده.
دا به د تېر کال د جون له ناکامو خبرو او ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته د امریکايي او ایراني چارواکو ترمنځ لومړۍ مخامخ ناسته وي.
یوې بلې سرچینې اکسیوس ته ویلي چې د جمعې د غونډې ترسره کېدل تر ټولو ښه سناریو ګڼل کېږي؛ خو تر هغه چې ناسته عملي نه شي، هېڅ څه هم قطعي نه دي.

