د بریتانیا اکسپرس ورځپاڼې د ټرمپ حکومت ته د نږدې سرچینو له قوله لیکلي، که ایران د اتومي تړون سره موافقه ونه کړي او خپل اتومي پروګرام پای ته ونه رسوي، نو د سپټمبر تر میاشتې به له منځه یووړل شي.
دې نشریې په داسې حال کې د نظامي برید یادونه کړې چې رسنیو راپور ورکړی، امریکا په سیمه کې خپل نظامي حضور پیاوړی کوي.
خو اکسیوس د امریکايي چارواکو له خولې راپور ورکړی چې ټرمپ د ایران سره جګړه نه غواړي، بلکې نظامي ځواک د قوي مذاکراتي دریځ لپاره کاروي.
اکسیوس همداراز لیکلي چې د ټرمپ حکومت د تهران سره غیرمستقیمو مذاکراتو ته جدي پام کوي، او د ایران حکومت په خپل لیک کې ټرمپ ته یوازې له غیرمستقیمو خبرو اترو سره موافقه ښودلې.

