د اِنفوډیکس معلوماتي شبکې لخوا د نړۍ هغه شل هېوادونه اعلان شوي چې د ښکلو ښځو له پلوه مخکښ بلل شوي دي.
په دغه نړیوال لېست کې ترکیه لومړی مقام خپل کړی، ورپسې برازیل او فرانسه راغلي دي.
د راپور له مخې، افغانستان هم په دې درجهبندۍ کې ځای لري او ۱۳م مقام یې ترلاسه کړی دی.
اِنفوډیکس لیکي چې دا درجهبندي د ظاهري ښکلا، کلتوري ځانګړنو، نړیوالو ټولنیزو نظرونو او رسنیزو ارزونو پر بنسټ ترسره شوې ده.
د نړۍ د ښکلو ښځو لرونکي ۲۰ هېوادونه:
ترکیه، برازیل، فرانسه، روسیه، ایټالیا، هند، وینزویلا، امریکا، سویډن، اوکراین، کولمبیا، ډنمارک، افغانستان، کاناډا، فلیپین، ارجنټاین، پورتو ریکو، پاکستان، هالنډ او بلغاریا.
راپور زیاتوي چې یاد لېست په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه پارولي او د بېلابېلو هېوادونو کاروونکو پرې خپل نظرونه شریک کړي دي.
د یادونې ده چې دا سروې د Bscholarly په نوم د څېړنیز بنسټ لخوا په ۲۰۲۴ کال کې شوې چې نتیجه یې اوس خپره شوې ده.

