د اوکراین په شمال ختیځ کې د خارکیف په سیمه کې د روسیې د بېپیلوټه الوتکې په برید کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا برید پر هغه مسافر وړونکي اورګاډي شوی چې ۱۵۵ مسافر پکې سپاره وو.
ویل کېږي اورګاډی یو کلي ته نږدې په نښه شوی دی.
چارواکو ویلي، د برید له امله اورګاډي ته هم زیان اوښتی او ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه د برید په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

