د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، د نجونو د محرومیت له امله رامنځته شوی رواني فشار د زغملو نه دی.
یادې ادارې یو راپور کې ویلي، چې د تېر کال راهیسې له ۱۳ کالونو څخه تر ۱۷ کالونو پورې نجونې ښوونځي ته نه دي تللې او په همدې عمر کې بیا ۷۴ سلنه هلکان ښوونځیو ته تللي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې یونسیف ویلي و، چې روان کال ۴۰۰ زره نجونې له زدهکړو بې برخې شوې دي.

