د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان په شمال کې د زلزلهځپلو سیمو د ژغورنې او بیړنیو مرستو عملیات یې پیل کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دې ادارې له ګڼو بشري بنسټونو سره په همغږۍ، د مرستندویو ټیمونو د اعزام بهیر پیل کړی دی ترڅو زیانمنو کورنیو ته بیړنۍ مرستې ورسوي.
اوچا خبرداری ورکړی چې د تېرې شپې زلزلې له امله د تلفاتو شمېر ښایي نور هم لوړ شي، ځکه د ځینو سیمو له بشپړ وضعیت لا هم کره معلومات نهدي ترلاسه شوي.

