د اورشلیم پوست د راپور له مخې، چين د ايران له رژيمه ځان لرې کوي او دا هېواد یې د اسرائيلو له جګړې وروسته کمزوری او له نړيوالو تحولاتو شاته پاتې بللی دی.
راپور زياتوي چې د «محور مقاومت» د شبکې ځواک هم کم شوی او د تهران د سيمهييزو ملېشو اغېز په تدريجي ډول له منځه ځي.
چين چې پخوا د ايران له اقتصادي او انرژۍ پروژو سره تړلی و، اوس له اسرائيلو سره د ټکنالوژۍ او سوداګرۍ همکارۍ ته ډېر اهميت ورکوي.
د چين څېړونکي وايي، د آيتالله رژيم نور د پکن د ستراتيژيکو ګټو لپاره ګټور نه دی او د احتمالي زوال په درشل کې دی.

