د اورشلیمپست د راپور له مخې، د روسیې استخباراتي ادارې ایران ته د اسراییلو د انرژۍ د ۵۵ مهمو بنسټیزو تاسیساتو دقیق معلومات ورکړي دي.
د راپور له مخې، روسیه ویلي چې حتی د برق شبکې څو محدود خو کلیدي برخو هدف کول کولی شي د اسراییلو د انرژۍ سیستم په بشپړ ډول او اوږدمهاله توګه ګډوډ کړي، ځکه چې اسراییل د انرژۍ په برخه کې په زیاتره اروپايي هیوادونو کې واردات لري او شبکه یې جلا او ځان بسیاینې ده.
اهداف په درې کچو وېشل شوي:
د برق د تولید حیاتي تاسیسات چې تخریب یې د ملي انرژۍ سیستم فلج کولی شي.
د ښارونو او صنعتي مرکزونو مهم تاسیسات.
د سیمهییز بریښنا پوستونه.
بل لورته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ویلي چې روسیه مخکې له دې چې د سپاه ځواک ایران په عربستان کې د پرینس سلطان په مرکز برید وکړي، د مصنوعي سپوږمکۍ عکسونو له لارې معلومات ایران ته ورکړي دي.

