د افغانستان لپاره د امریکا پخوانۍ مرستیالې سفیرې اني پفورزایمر ویلي، چې د واشنګټن مرستې له کابل سره بشپړې بندې شوې دي او باید د نړیوال بانک او ملګرو ملتونو له لارې دغه تشه ډکه شي.
هغې ټینګار کړی، که طالبان د خپلو وسلهوالو د تمویل او د شخصي زندانونو د ساتلو وس لري؛ نو د خلکو د خوراک او روغتیا لپاره بودیجه هم برابرولای شي.
پفورزایمر د ښځو له لوري ښځو ته د مرستو رسونې اهمیت یاد کړی او ویلي، د امریکا د کانګرس هڅې د افغانستان د بشري مرستو د دوام لپاره بېپایلې پاتې شوې دي.

