په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مشر انعام الله سمنګاني ویلي چې امریکایان ښځو ته د واک سپارلو ته چمتو نه دي.
سمنګاني په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې مخکې وېل کېده، چې یوه ښځه به د امریکا ولسمشره شي؛ خو په وینا یې دغه کار تر دې وړاندې هم نه شوی او تر دې وروسته به هم په دې اړه د خلکو باور کم شي.
نوموړي دغه راز زیاته کړې، که د نورو نژادونو رایې یوې خواته شي؛ نو شاید ډېرو کمو امریکایانو به کاملا هرېس ته رایه ورکړې وي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د امریکا ولسمشریزې ټاکنې ډونالډ ټرمپ وګټلې او کاملا هرېس ماتې وخوړه.

