ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد اندیشه ویلي، چې هغه نړیوال او سیمهییز توازن، چې په وروستیو څلورو کلونو کې یې د طالبانو د بیا راژوندي کېدو او د هغوی د ځواک د پراخېدو زمینه برابره کړې وه، اوس د پای ته رسېدو په حال کې دی.
اندیشه په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د لویو قدرتونو ترمنځ د تعامل، سیالیو او مصلحتونو له امله په تېرو کلونو کې د طالبانو دریځ پیاوړی شوی و؛ خو د نړیوالو اړیکو د شرایطو بدلون او سیمهییز تحرکات اوس دغه فضا ورو ورو بدلوي.
هغه زیاته کړې چې د نړۍ په سیاسي تقویم کې د سپټمبر او اکتوبر میاشتې د مهمو پېښو او بدلونونو میاشتې بلل کېږي او امکان شته چې په همدې لړ کې په سیمهییزه او نړیواله کچه نوې څپې رامنځته شي.
اندیشه خبرداری ورکړی چې د دغو تحولاتو اغېزې به پر افغانستان مستقیمې وي او د هېواد سیاسي، امنیتي او ټولنیز وضعیت به اغېزمن کړي.
د هغه په وینا، د افغانستان راتلونکی نه یوازې د کورنیو عواملو پورې تړلی، بلکې د نړیوالو او سیمهییزو بدلونونو له اغېزو سره هم کلک تړاو لري.

