د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال پروګرام اعلان کړی چې اندونیزیا د افغانستان د ښوونځیو د تغذیې د ملاتړ لپاره ۳.۵ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
له دې مالي مرسته څخه به د ابتدایي ښوونځيو د ۲۰۰ زرو نجونو او هلکانو د دریو میاشتو د خوړو اړتیاوې پوره شي.
له یادې ادارې څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې بودیجې په مرسته به ۱۲۰۰ ټنه بسکویټ وپېرل شي.
رینا ستیاواتي، د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو همکاریو مشرې رینا ستیاواتي ویلي، چې دا مرستې د افغان زدهکوونکو د روښانه راتلونکي لپاره کوي.

