د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د طالبانو حکومت له لوري په زلزلهځپلو سیمو کې د ښځینه مرستندویانو د کار بندیز «احمقانه او نهمنل کېدونکی» وباله.
هغه په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې ویلي چې د ښځو د کار مخنیوی د مرستو وېش له جدي ستونزو سره مخ کړی او د میلیونونو اړمنو خلکو ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی دی.
ګوترېش ټینګار کړی چې پرته له ښځو مرستې اړمنو کسانو ته نه رسېږي او دغه محدودیتونه د افغانستان د پرمختګ مخه نیسي او فقر زیاتوي.
ملګرو ملتونو ویلي، د طالبانو حکومت د وږي پر ۲۰مه نېټه په زلزلهځپلو سیمو کې د ښځو د کار مخه نیولې چې له امله یې د مرستو بهیر ګډوډ شوی دی.

