یکشنبه, مارچ 15, 2026
Homeکورپاڼهانتونیو ګوتریش:د هند او پاکستان ترمنځ یوه بله پوځي شخړه زغملی نه‌شو

انتونیو ګوتریش:د هند او پاکستان ترمنځ یوه بله پوځي شخړه زغملی نه‌شو

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د هند له‌خوا پر پاکستان د وروستیو پوځي عملیاتو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده او له دواړو هېوادونو یې غوښتي چې له نورو نظامي اقداماتو ډډه وکړي.

ګوتریش ویلي، نړۍ نور د هند او پاکستان ترمنځ یوه بله پوځي شخړۀ نه‌شي زغملی او دواړه هېوادونه باید د ستونزو د حل لپاره د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو لاره غوره کړي.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوي چې هند پر پاکستان بریدونه وکړل چې ۸ تنه پاکستانیان پکې وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here