د ملکرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د امریکا او ایران ترمنځ د دوه اوونیز اوربند د اعلان هرکلی کړی او د منځني ختیځ په روانه شخړه کې له ټولو ښکېلو لورو یې غوښتي چې د نړیوالو قوانینو پر اساس خپلې ژمنې عملي کړي او د اوربند شرایط ومني، څو په سیمه کې د پایدارې او جامع سولې لار هواره شي.
هغه ټینګار کړی چې د جګړو سندستي پای د عامو خلکو د ژوند د ساتنې او د بشري کړاوونو د کمولو لپاره ضروري دی.
نوموړي همدارنګه اعلان کړی چې د هغه ځانګړی استازی، ژان آرنو، په سیمه کې حضور لري څو د پایدارې سولې د هڅو ملاتړ وکړي.

