جمعه, مارچ 20, 2026
Homeافغانستانانتونیو ګوتریش:د افغانانو ترڅنګ ولاړ یو او د زلزله‌ځپلو د مرستې لپاره...

انتونیو ګوتریش:د افغانانو ترڅنګ ولاړ یو او د زلزله‌ځپلو د مرستې لپاره هڅې نه سپموو

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د افغانستان د نن ورځې زلزلې په اړه خپله خواخوږي او ملاتړ څرګند کړی دی.

هغه ویلي، د افغان ولس ترڅنګ ولاړ دی او د قربانیانو کورنیو ته د زړه له کومي د تسلیت مراتب وړاندې کوي، همدارنګه ټپیانو ته د ژر روغېدو هیله لري.

ګوتریش زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو ټیم په افغانستان کې د مرستې لپاره بسیج شوی او د اړتیا وړ کسانو د لاسنیوي په برخه کې به هېڅ ډول هڅه ونه سپموي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here