د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو وزیر امیر مقام ویلي، ملګري ملتونه باید نورو هېوادونو ته د افغان کډوالو د لېږد په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.
نوموړي ویلي، دوی څو کلونه د درې میلیونه افغان کډوالو کوربانه وو؛ خو اوس باید دا کډوال لاړ شي.
د مقام په خبره، پاکستان ته د افغان کډوالو د راتګ په وخت کې ژمنه شوې وه چې دغه کډوال ژر تر ژره بل هېواد ته لیږدول کېږي او د کوربه هیوادونو ستونزې به هم حل شي؛ خو تر اوسه په دې برخه کې څه نه دي شوي.

