ملګرو ملتونو کې د ایران دايمي استازي، امیر سعید ایرواني د امنیت شورا بیړنۍ غونډه کې ویلي چې تهران د نړیوالو قوانینو له مخې د خپلې دفاع بشپړ قانوني حق لري.
هغه د یکشنبې په سهار د امریکا لخوا د ایران پر سولهيیزو اتومي تاسیساتو بریدونه وغندل او دا یې د امریکا په سیاسي تاریخ کې یو بل شرموونکی فصل وباله.
ایرواني وویل چې ولسمشر ټرمپ د دې بدمرغه سناریو تر ټولو شرموونکی رول لوبولی دی.
نوموړي زیاته کړه چې د ایران د غبرګون وخت، ډول او پراخوالی به د هېواد وسلهوال ځواکونه وټاکي.

