یکشنبه, مارچ 15, 2026
Homeافغانستانامیر خان متقي د سره صلیب مشر ته:د افغان بندیانو برخلیک معلومولو...

امیر خان متقي د سره صلیب مشر ته:د افغان بندیانو برخلیک معلومولو کې راسره مرسته وکړئ

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر د سره صلیب نړیوالې کمېټې څخه غوښتي، چې په نورو هېوادونو کې د افغان بندیانو د برخلیک معلوملو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

نوموړي دا غوښتنه د سره صلیب نړیوالې کمېټې له عمومي رییس سره کتنه کې کړې دي.

د بهرنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پیر کراهنبول له امیرخان متقي سره لیدنه کې ویلي، چې یو شمېر زندانونو ته د دوی په لاسرسي بندیز دی.

نوموړي ویلي، بیا هم هڅه کوي، چې د افغان زندانیانو د موندلو او کورنۍ ته یې د حال رسولو برخه کې هڅې ګړندۍ کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here