د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي چې نړۍ باید د افغانستان په اړه “چپه خوبونه” ونه ویني.
نوموړي ټینګار کړی چې په هېواد کې یو واحد او باثباته نظام حاکم شوی او د بهرنیو هېوادونو جوړېدونکې غونډې بېځایه دي.
متقي د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په نمانځغونډه کې ویلي چې «اسلامي امارت» هڅه کوي خپل سیاست او ملت له بهرني نفوذ او لاسوهنې خوندي وساتي.
دغه غونډه د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت په تالار کې جوړه شوې وه چې پکې د رئیسالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د کابینې یو شمېر لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.

