د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ترکمنستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف سره په ویډیویي تماس کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو، سیمهییزو همکاریو او د راتلونکي کال پر ګډو پلانونو خبرې کړي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، متقي د اړیکو پرمختګ مثبت وباله او ویې ویل چې د ټاپي پروژې عملي کار د هرات په مسیر کې پیل شوی او د اوسپنې پټلۍ او TAP پروژې د تطبیق په درشل کې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، رشید مردوف هم د تاریخي اړیکو یادونه کړې او د ګډو اقتصادي پروژو، د چارواکو د متقابلو سفرونو او راتلونکو پروګرامونو پر همغږۍ یې ټینګار کړی.

